د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان کې چاودنه ۶ مړه ۱۶ ژوبل



د خیبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې د شيعه ګانو پر يو ماتمي جلوس ريموټ کنټرول بمي چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي.


د چارواکو په وينا پيښه په کچې پاينده خان کلي کې د بنو او ډيره اسماعيل خان پر سړک شوي او شپاړس کسان پکې زخميان شوي. چارواکي وايي د پيښې په قربانيانو کې ماشومان هم شامل دي.

ډاکټران وايي په ژوبلو کسانو کې د ځینو حالت نازک دی او دا ویره لیدل کیږي چې د چاودنې دتلفاتو شمیره لوړه شي.

چارواکي وايي چې چاودنه دسرک په غاړه د ښخ شوي بم د چاودیدو له امله رامنځ ته شوې ده. ددې پېښې پړه چا په غاوه نه ده اخیستې.


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په نهه څلويښت ښارونو کې د امنيتي انديښنو له وجې موبايل سرویسونه بند دي او په لکي مروت کې د يو ځانمرګي بريد مخنيوی شوی دی.

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير رحمان ملک وايي چې د ترهګرۍ په نوي فيصده بريدونو کې موټرسايکلونه او سيم کارډونه کاريږي نو ځکه په ځينو ځايونو کې دخالي او اتوار په ورځو موبايل سرویسونه بندوي.

بل خوا د لکي مروت پوليس وايي پوليسو يو ځانمرګي بريد کوونکي خپلو چاوديدونکي مواد هدف ته تر رسيدو مخکې چولي.

همداراز د بلوچستان چارواکو محرم کې د بدامنيوو د پيښو مخنيوي لپاره پنځه ضلعې (کويټه، مستونګ، بولان، لورلايي او سيوۍ) حساسې ګرځولي.

په پاکستان کې د محرم ( امامانو ) میاشت کې تل د بد امنۍ او د تاو تریخ والي پېښې مخې ته راځي.
XS
SM
MD
LG