د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښکاري اسراییل او حماس اوربند ته غاړه ایښې






د حماس او اسراييلو ترمنځ د غزې په تراټه کې د اتو ورځو تر جنګ وروسته ښکاري چې دواړو خواوو اوربند برقرار ساتلی. د اوربند اعلان د چارشنبې په ورځ په قاهره کې د مصر د بهرنیو چارو وزیر محمد کامل امر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وکړی. هیلري کلنټن پر دې مهال وويل :

(( امریکا په غزه کې د اوربند په اړه د شوي تړون هرکلی کوي. ددې د برقرار ساتلو لپاره اړینه ده چې د توغندیو توغول ختم شي او پولې ارامې شي. ))

داسراییل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو وايي د امریکا مشوره یې منلې چې د مصر د اوربند پروسې ته دې یو چانس ورکړل شي. دهمدې هیواد ددفاع وزیر ایهود بارک بیا وايي دوی خپل ټول پوځي مقصدونه ترلاسه کړي دي.

همدارنګه دحماس مشر خالد مشعل وايي د هغه ځواکونه به په اور بند عمل کوي چې د ده په وینا د اسراییلو لپاره د یوې تکتیکې ماتې مانا لري.

دملګرو ملتونوسرمنشي بانکي مون چې په خبرو اترو کې شريک و پر دواړو خواوو غږ کړی چې د تړون په شرایطو دې ولاړ پاتې شي. د اتو ورځو په جنګ کې د ۷۱ ولسي وګړو په ګډون ۱۶۱ فلسطینيان او پنځه اسراییلیان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG