د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې






افغان امنیتي ځواکونه او وسله وال طالبان په بدخشان کې په تازه نښته کې یوه بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

د بدخشان امنیه قوماندان جنرال امام الدین مطمن نن سهار د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل ، چې د پولیسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نننۍ نښته کې درې وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور زخمیان دي.

ښاغلي (مطمین) وویل، چې نښته نن په وردوج ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې. په عین حال کې ، وسله والو طالبانو ویلي، چې پدې نښته کې د ملي اردو ۹ تنه عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG