د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کیدای شي بندي طالبان خوشې کړي


د پاکستان وزیراعظم راجا پروېز اشرف او د افغانستان د سولې اعلي شورا مشر صلاح الدین رباني
د پاکستان وزیراعظم راجا پروېز اشرف او د افغانستان د سولې اعلي شورا مشر صلاح الدین رباني


دافغانستان د سولې د عالي شورا عمومي منشي معصوم ستانکزي د مشال راډیو افغان څانګې ته په مرکه کې ویلي د پاکستاني چارواکو سره د بندي طالبانو د برخلیک د ټاکلو موضوع ددوی په ایجنډا کې شامله ده ، خو دوی تر دې ګړۍ په دې اړه کومې پریکړې ته رسیدلي نه دي. نوموړی زیاتوي افغان لوری پر امیده دی چې په دې ا ړه به پرمختګ وشي.

دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي مشال راډیو ته یې وویل دوی د پاکستاني زندانونو څخه د افغان طالبانو د خوشي کیدو خبر نه شي تاییدولی. نوموړي وویل په دې اړه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه چې ګواکې یو شمیر بندیان خوشې کړای شوي ، دی نه شي تاییدولی. دده په اند که په دې معامله کې څه ډول پرمختګ وشو نو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت به یې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.


خو بل پلو د پاکستان د انګريزي ژبي ورځپاڼه ډان او روئټرز خبري اژانس وايې، دطالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه موافقه موافقه د افغانستان د سولې د عالي شوری د پاکستان د سفر پروخت شوې ده.

د صلاح الدين رباني په مشري کې د افغانستان د سولي عالي شوری د درې ورځني سفر پر وخت د پاکستان له ولسمشر، وزيراعظم او د پوځ له مشر سره ليده کاته کړي دي.

د پاکستان ډ ډان ورځپاڼه او روئټرز خبري اژانس د افغان او پاکستان چارواکو له خولي وايي، پاکستان د نيول شوو افغان طالبانو پر خلاصولو سلا شوي دي.

ډان وايې، ښايې لس طالبان خوشي کړل شي خو د خلاصولو وخت يې معلوم نه دی.

ورځپاڼه لیکي، دا نه د مالومه چې په خلاصيدونکو طالب مشرانو کې به ملا برادر شامل وي او که نه.

روئټرز خبري اژانس د پاکستان د پوځ د يوه لوړ پوړي چارواکي په حواله وايې، لا تراوسه دوی د ملابرادر د خلاصولو فيصله کړې ده.

ملا برادر په دوه زره لسم کا کې په کراچی کې نيول شوی وو چې فکر کيدلی له افغان حکومت سره يې په پټه خبرې اترې کولې.

اژانس ته يوه افغان چارواکي ويلي، دوی په یقين سره نه شي ويلي چې آیا ددې طالب بنديانو خوشي کول به د سولې په عمل کې څه خاص رول و لوبوي او که نه خو البته دا د پاکستان له لوري يو مثبت ګام دی.

افغان او امريکايي چارواکي پر پاکستان تور لګوي چې طالبان او حقاني شبکه د ځان د ګټلو لپاره په افغانستان کې استعمالوي.

XS
SM
MD
LG