د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د ۱۹۷۱ وژنو بښنه وغواړي: بنګلا دېش


دیپو موني
دیپو موني
بشیر ګواښ

بنګلا دیش له پاکستانه مطالبه کړې چې د ۱۹۷۱ کال د هغه جنګي جرمونو بښنه دې وغواړي چې د بنګلا دیشيانو د خپلواکۍ مبارزې ځپلو پر مهال يې کړي.


د بنګلا دیش حکومت وايي، هغه وخت ۳۰ لکه خلک وژل شوي ول.

دا مطالبه د جمعې پر ورځ، د بنګلا دیش د بهرنيو چارو وزير ديپو موني په ډاکه کې د پاکستاني بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر سره ملاقات کې کړې ده.

د بنګلا دیش د حکومت يو وياند رسنيو ته ويلي، حنا رباني کر خپل بنګلا دیشي سيال ته په ځواب کې وويل چې پاکستان په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو شکلونو د ۱۹۷۱ په وژنو افسوس ښودلی او اوس بايد دواړه ملکونه مخکې لاړ شي.

حنا رباني کر
حنا رباني کر
د يادونې وړ ده چې هغه وخت په شرقي پاکستان کې میشت بنګلا مسلمانانو د هند په مرسته له پاکستانه تر نهو مياشتو جګړې وروسته په ۱۹۷۱ کې ازادې واخيسته.

هغه مهال پاکستاني پوځيانو په زرګونه بنګلا دیشيان له ازادۍ اخیستو د منع کولو لپاره ووژل.

په دې اړه هغه مهال په نړیواله توګه هم د خپګان ښودنه شوې وه.

د هغه وخت د رسنیو په رپورټونو کې هم د بنګلا مسلمانانو د وژنې او پر ښځو د جنسي تېریو ذکر شوی وو.

هر کال پر ۱۶م ډېسیمبر بنګلا دېشیان د خپلواکۍ ورځې لمانځلو پر وخت دې ته ورته غوښتنې کوي.

په دې ترځ کې په بنګلا دېش کې هم د هغه وخت پر ځینو مذهبپاله سیاسي مقدمې شوې دي چې ځینې یې تر ننه روانې دي.
XS
SM
MD
LG