د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: سنډي توپان ۴۵ تنه وژلي دي




په امریکا کې د ګل په ورځ د راپورته شوي سمندري توپان (سنډي) له امله د مړیو شمېر ۴۵ تنو ته رسېدلی دی، په دغه هیواد کې نیویارک ښار یو له سختو ځپل شویو هغو دی چې څه نا څه ۱۸ تنه په کې وژل شوي دي.

د نهې په ورځ د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل، د توپان ستونزه لا هم نه ده تېره شوې او غواړي چې په نیو جرسي کې د متاثرینو سره وویني.

د نیو جرسي ګورنر کریس کریسټي وایي، کیدای شي په ریاست کې برېښنا (بجلي) بحالول له اوو نه تر لسو ورځو پورې وخت واخلي. د نهې په ورځ د نیو جرسي د لیدو وروسته هغه وویل:

( له تللو وړاندې مې یو واري بیا په ټيلي فون د ولسمشر اوباما سره خبرې وکړې او تاسو ته معلومه ده چې هغه ژمن دی. هغه ته معلومه ده چې نیو جرسي په سختو ځپل شویو ریاستونو کې یو دی او موږ سره کار کولو ته ژمن دی چې دا باوري کړي هاغه څه چې بیا ودانولو ته ضرورت دی، جوړ دې شي او زه د دې همکارۍ لپاره د هغه مشکور یم. ))

په نیویارک کې زمکلاندې رېل ګاړي سیټم لا هم نه دی فعاله شوی، او په ځپل شویو سیمو کې ډېر هوایي میدانونه، د ریل ګاډو لارې، سړکونه او بندرونه تړل شوي دي. خو د چارواکو په خبره د دوه ورځو لپاره تر تړل کیدلو وروسته به نن نیو یارک سټاک ایکسچینج او په واشنګټن کې امریکایي فیډرالي دفترې خلاصې شي. خو د اندازو له مخې له راپورته شوي توپانه امریکا ته تر ۲۰ بیلیون ډالرو زیات زیان رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG