د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو حمله


رپورټونه وایي، د پاکستا قبایلي سیمې شمالي وزیرستان په میرامشا کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي دغه برید د چارشنبې پر ورځ د میرامشا په تپي کلي کې شوی دی.

د سیمې خلک وایي برید پر یو کور شوی، چې په کې یوه ښځه او یو ماشوم ووژل شو، او دوه ماشومان ژوبل شول.

ځايي استخباراتی چارواکو هم د دې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پرونۍ ډرون حمله د یوه ځايي کس په کور تر سره شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG