د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګري به په قامي جوړجاړي له مینځه وړو. زرداری


ولسشمر آصف علې زرداري
ولسشمر آصف علې زرداري




ولسشمر آصف علې زرداري وايي، چې د ترهګرۍ ضد جنګ پاکستان تر خپلو ګټو لاندې پیل کړی او د ګټلو لپاره یې قامي جوړجاړی ضروري دی.

سيفما کانفرنس ته په خپله وينا کې ولسمشر آصف علې زرداري وويل: (( د ملالۍ یوسفزۍ پشمول د ترهګرۍ ښکار کيدونکي د هر تن درد مو خپل درد دی او د ملالۍ واقعې په تناظر کې په شمالې وزيرستان کې آپريشن شروع کول صحيح نه ده، ځکه چې د تره ګرو په ضد تر عملياتو پیلولو مخکې په ملکي کچ اتفاق رای پيدا کول ډير ضروري دي، چې په اوسنو حالاتو کې ممکنه نه ده.))

ولسمشر زرداري زياته کړه: (( کله چې مو په سوات او سويلې وزيرستان کې عمليات پیلول نو ټول قام مو په اعتماد کې اخستی وو خو په موجوده حالاتو کې د مخالفو ډلو ګوندونه په يوه خبره نه جوړېږو له دې علاوه مو ږ ته خپل طاقت او د دښمن طاقت ته هم کتل پکار دی او د پوځي کارروايي له وجې چې کوم عکس العمل او نتيجې رابرسيره کيدای شي نو هغه هم په نظر کې ساتل په کار دي.))

XS
SM
MD
LG