د لاسرسي ځای

تازه خبر

هر کار به زموږ له اجازې سره کېږي، اسلامي جمیعت طلبه


د پنجاب پوهنتون دننه د حالاتو خرابېدو مخ نیوي له پاره پخوا هم په بیا بیا پولیس ورغلي دي.
د پنجاب پوهنتون دننه د حالاتو خرابېدو مخ نیوي له پاره پخوا هم په بیا بیا پولیس ورغلي دي.
اسرار عالم مومند

پراګ - د پاکستان په پنجاب یونیورسټۍ (د پنجاب پوهنتون) کې د تېرې چارشنبې (د اکتوبر ۱۷مه) پر ورځ له پښتنو او بلوڅو زده کوونکو سره اسلامي جمیعت طلبه په نوم د زده کوونکو اسلامپاله – سیاسي ټولنې هغه مهال جنګ وکړ چې پښتنو او بلوڅانو له خپلو سیمو د راغلیو نویو محصلینو د هرکلي مېلمستیا کړې وه.


په پنجاب پوهنتون کې د پښتون ایجوکېشن ډېوېلپمنټ په نامه د زده کوونکو یوې ټولنې غړي سیف الرحمان مشال راډیو ته وویل، لومړی اسلامي جمیعت طلبه د ورځې دوی مېلمستیا ورکولو ته نه پرېښودل او د شپې یې بیا ورباندې حمله وکړه.

په پنجاب يونيورسټۍ کې د اسلامي جميعت طلبا يو مشر عبدالمقيت احمد له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې دا خبره ومنله چې هغوی پښتانه او بلوڅ زده کونکي له خپلو سيمو څخه راغلو زده کونکو ته له مېلمستا ورکولو منع کړي او د ده په خبره، هغه په دې وجه چې دوی په پوهنتون کې د صوبايت پر بنسټ د پروګرامونو اجازه نه ورکوي:

((دوی د چای مېلمستیا جوړله نو موږ ورته وویل که چېرې تاسې د پښتنو زده کونکو له پاره دا ډول پروګرام ترتیبوئ نو په کار ده چې تاسې دې ته سېنديان ، اردو ژبي او د نورو قومونو زده کونکې هم راوغواړئ او له يوه قوم سره د تعلق لرونکو پرځای د ټولو زده کونکو لپاره يو پروګرام ترتيب کړئ او موږ په کې هم را وغواړئ.))

په پنجاب يونيورسټۍ کې د پشتون ايجوکېشن ډېويلپمنټ مشر عبدالرحمان وايي، په پوهنتون کې اسلامي جميعت طلبه ډېر اثر لري او د يوڼيورسټۍ انتظاميه هم دوی ته څه نه شي ویلای.

کله چې په پنجاب يوڼيورسټۍ کې د اسلامي جميعت طلبه له يوه مشر مقيت احمد څخه مشال راډيو وپوښتل چې زده کونکو ته د څه قسمه پروګرام کولو يا نه کولو اجازه انتظامیه ورکوي او که تاسې؟ نو هغه وویل چې انتظامیه ناکامه شوې ده او اوس دغه کار دوی په خپلو لاسونو کې اخیستی دی:

((انتظاميه له تېرو کالونو راهيسې په يونيورسټۍ کې په امن راوستو کې ناکامه ده، په تېرو څلورو مېاشتو کې په يونيورسټۍ کې څلور مړي شوي دي، که چېرې انتظامه امن نه شي راوستای نو بيا د زده کونکو کار دی چې امن راولي، او موږ داسې کړي دي. دا خبره سمه ده چې په يونيورسټۍ کې حالات سمول د انتظاميې کار دی خو که چېرې انتظاميه ناکامه شي نو بيا خو چې بايد زده کونکي دا کار وکړي.))

که يو خوا پښتانه او بلوڅ زده کونکي وايي چې په پنجاب يونيورسټۍ کې دوی د اسلامي جميعت طلبه له لاسه هيڅ قسمه غېرنصابي فعالیتونه نه شي کولای، نو بلخوا د اسلامي جميعت طلبه مشر مقيت احمد وايې دا ضروري ده چې په يوڼيورسټۍ کې ټولې هلې ځلې د دوی له اجازت او مشورې پرته و نه شي.
XS
SM
MD
LG