د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله: طالبان ولې په بیا بیا "وضاحتونه" کوي


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ



مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- د تيرې نهې په ورځ پر ملاله يوسفزۍ د پاکستانیو طالبانو له بريد وروسته طالبانو يو شمېر بيانیې جاري کړي دي چې په کې د اسلامي حوالو سره په ملاله باندې د بريد په اړه جوازونه ورکړل شوي دي.

دا ړومبي ځل دی چې پاکستاني طالبان په بیا بیا وايي چې په ملاله بريد عين د اسلامي تعليماتو مطابق دی، خو د هغوی دغه جوازونه په پاکستان کې ډېری طبقه فکر علماء ردوي.

په دې اړه يو څو ورځې مخکې د سني اتحاد کونسل سره اړه لرونکو ۵۰ اسلامي عالمانو د يوې فتوی له لارې د پاکستاني طالبانو دغه عمل غندلی او رد کړی دی.

دا چې په ملاله يوسفزۍ له بريده پس طالبان ولي په بيا پیا وضاحتونه کوي، په اسلام آباد کی د سياسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري وایي، چې په ملاله له بريد وروسته پاکستاني ولس او نړۍ ډېر سخت غبر ګون وښود او هغه ډلې يا خلک چې مخکې يې د طالبانو حمایت کولو هغوی هم اوس په ډاګه د دوی مخالفت کوي.

(( د هغوي لپاره د پريشانۍ خبره دا ده چې د ټولنې ډیر هغه وګړي چې نه د طالبانو پر ضد وو او نه يې ملاتړي وو اوس هغوی هم د هغو ډلو يا خلکو په شا ودرېدل چې د طالبانو مخالف وو او د هغوی د کړنو به یې غندنه کوله. له دې علاوه چې څومره مذهبي مشران دي هغوی هم په دې اړه وضاحتونه کوي او طالبانو هم په وضاحتونو ورکولو مجبوره شوي دي ، نو له دې رجحانه اوس طالبان ډیر پریشانه دی.))))

په پاکستان کی مذهبي حلقې د طالبانو لخوا هغه اسلامي حوالي چې له مخه يې په ملاله د بريد جواز صحيح او عين اسلامی ګنلی، دغه جوازونه غلط او صحيح نه بولي.

په پېښور کي د دفاعي چارو کارپوه بریګېډییر محمود شاه چې د پاکستانيو طالبانو ډلې نژدې پیزني وايي، د پاکستاني طالبانو په صفونو کي اسلامی عالمان نشته نو ځکه اوس هغوی ته دا ګرانه ده چې د اسلام او قرآن صحيح تشريح وکړي. دده په خبره طالبان د مجريمینو يوه ډله ده او هر څه چې کوي نو اسلامي جواز ورته ګوري، محمود شاه وايي چې نه خو حکيم الله مسود عالم دی ، نه ولي محمد او نه د لشکر اسلام ډلي مشران،

د بريګیډییېر محمود شا په خبره ، چې که اوس د پاکستان حکومت د دوي پر ضد عمليات پيل کړل نو ددې عملياتو نتيجی به د پخوا په شان نه وي بلکې دده په نظر اوس به د دوی پر ضد د قباييلي سيمو ولس په خاصه توګه او د ټول پاکستان ولس په عامه توګه د پاکستاني پوځ په شا ودريږی.

XS
SM
MD
LG