د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ملالې یوسفزۍ د جوړېدو امکانات روښانه دي"


ملاله یوسفزۍ په برمنګهم کې د پولیس په بدرګه کې روغتون ته وړل کېږي
ملاله یوسفزۍ په برمنګهم کې د پولیس په بدرګه کې روغتون ته وړل کېږي



د برتانيیا ډاکټران وايي، د طالبانو لخوا ويشتل شوې د ملالې يوسفزۍ د جوړيدو امکانات روښانه دي. پرون د ګل په ورځ له اسلام آباد ه د برتانيیا په برمنګهم ښار کې د کوين الیزبت روغتون ته ورسول شوه، ددغه هسپتال یو مشر ډاکټر ډيو روسر خبريالانو ته وويل، ډاکټران زیات هیله من دي چې ملاله به جوړه شي.

(ډاکټران چې پکې ځيني د ماشومانو له هسپتال سره تعلق لري ، دا باور کوي چې ددې د جوړيدو امکان ډير روښانه دی، که چيري ددې د رغيدو هيله مه وايه نو موږ دا تردې بهير نه تيروله ، که څه هم ما دا نه ده ليدلې خو دا څرګنده ده او ډاکټران هم په دې عقيده دي چې ددې د جوړيدو امکان روښانه دی.)

د ډيو روسر په وينا دوی په لوی شمير کې تکړه ډاکټران لري. د ده په خبره دا روغتون له تيرو لس کلونو راهيسې په جګړه کې د ژوبلو کسانو علاج کوي او دوی د ملالې يوسفزی په شان د زخميانو د درملني ښه تجربه لري.

د برتانییا ډاکټران وايي، دا د ملاله یوسفزۍ ته د درملني لپاره یوه ښه موقع ده، خو وايي د هغې عادي ژوند ته په بیرته راګرځېدو به میاشتې ولګېږي.

وسله والو طالبانو ۱۴ کلنه ملاله د سوات په مینګوره کې د روانې اکتوبر میاشتې په نهمه نېټه وویشتله.

ملالې د جینکو لپاره د تعلیم غوښتنه کوله چې به ۲۰۰۹م کال کې ورباندې طالبانو بندیز لګولی وو. له دې سره د هغې دوه نورې ملګرې هم په هاغه برید کې ژوبل شوي وي چې د پېښور او پنډۍ په پوځي رغتون کې له درملنې وروسته یې ډاکټرانو برتانییا ته د لېږدولو فیصله وکړه.

د برتانییا پخوانی وزیر اعظم ګورډن براون هم په هافنګټن پوسټ ویب پاڼه کې لیکلي وو چې په لومړي ځل په جهان کې د ماشومانو نجونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، او په دغه ورځ د ګلابي رنګ انتخاب کولو سره ملاله یوسفزۍ ته دا ښودل وو، چې ټوله نړۍ له تا سره ده.

براون لیکي اوس چې کله هغه په روغتون کې د خپل ژوند لپاره جنګ کوي، او له دې نه ده خبره چې د ټول جهان د ۳۵ ملیونه ماشومانو جینکو لپاره هغه یوه لارښوده جوړه شوې، چې څنګه به د خپل تعلیم په لار کې د مشکلاتو مقابله کوې. او دوی به د ۲۰۱۵م کال پورې دا خبره یقینې کوي، چې د نړۍ هره جینۍ سکول ته ولاړه شي.

ګورډن براون لیکي، هغې د ماشومانو جینکو د تعلیم لپاره ډیرې هڅې کړې ، او باید هر څوک یي د خپلې لور شان وګڼي.

پر ملاله یوسفزۍ د برید پر ضد د نړۍ په لروبر کې په راډیوګانو، ټیلي ویزنو، ورځپاڼو پر ټولنیزه ویبسایټونو خبرې کېږي بلکې له ملګروملتونو، امنېسټي انټرنېشنل، د بشري حقونو نړیوالې ډلې راواخلې د پاکستان، افغانستان او امریکا په ګډون ګڼو ولسمشرانو یې پر هغې د شوي برید غندنې کړې او له ملالې سره د پیوستون په موخه د پاکستان په ګڼو برخو کې لاریونونو او مظاهرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG