د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پریکړه به څوک کوي ؟



د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل عاصم باجوه وايي ، په شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن په اړه اخرۍ پريکړه به سياسي مشرتابه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رحمان ملک هم پرون وېلي وو که ضرورت پيښ شو نو په شمالي وزيرستان کې به د وسله والو پرضد پوځي عمليات کولې شي.

امریکا او غربي نړۍ تل له پاکستانه غوښتنه کړېده چې په شمالي وزیرستان کې دې د ترهګرو خلاف عملیات وکړي، خو پاکستان شمالي وزیرستان ته د پوځ لیږلو ته زړه نه ښه کوي.

بلخوا د ملالې يوسفزۍ د صحت په اړه يوې خبري غونډې ته په خپله وينا کې د پوځ وياند عاصم باجوا وېل چې د ملالې يوسفزۍ صحت په ښه کېدو دې:

(( د ملا لې بدن عکسل عمل ښودلی، يعنې خپل لاس او خپې يې لږې ښوځولي دي ، خو هغه لاهم په مشيني توګه سا اخلي او بهرته د علاج لپاره د لېږدولو پرېکړه به د ډاکټرانو پېنل کوي))

بلخوا د ملګرو ملتونو مشر بان کې مون د ملالې يوسفزۍ مور پلار ته په ذاتي توګه يو خط لېږلی چې پکې يې د ملالې يوسفزۍ د صحت يابۍ لپاره د نېکو خواهشاتو څرګندونه کړې ده.

نوموړي ویلي چې ملاله يوازې د پاکستان نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره يو مثال دی ، هغه زياته کړې چې تعليم د هر انسان حق دی.

XS
SM
MD
LG