د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماشومانو د امن نړیوالې جایزې نومانده ملاله


د نړۍ د ماشومانو دامن نړیوالې جایزې نومانده ملاله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:28 0:00

ننګیاله ملاله یوسفزۍ

په ۲۰۱۱م کال د ماشومانو لپاره دنړیوال امن انعام ورکولو په لړ کې د ټولې نړۍ نه پنځه ماشومان منتخب شوي وو ، چې پکې د سوات ملاله یوسفزۍ هم شامله وه.

د ماشومانو د حقونو د ویبپاڼې له مخې دا جایزه یا انعام د ۲۰۱۱م کال په ۲۱ نومبر د هالېنډ په امسټرډم کې د جنوبي افریقا یوې ۱۷ کلنې معذورې انجلۍ میشیلا مایکروفټ ته ورکړل شوه.

په سوات کې د تیرې بدامنې له وجې کله چې نجونې په زور د سکولونو او کار روزګار نه منعه کړل شوې، نو په هغه وخت کې ملالۍ د خپلو نورو ملګرو سره د نجونو د تعلیم په حق کې خپل اواز پورته کړو، چې ټولې نړی ته یی وویل، پښتنې له هیچا کمې نه دي، او غواړي د ملک د نورو سیمو په رنګ تعلیم حاصل کړي.

د سوات ملالۍ د مشال ريډیو سره په یوه مرکه کې وویل دا غواړي د خپل قام لپاره یو سیاستواله شي ، او د ملک په پرمختګ کې رول ولوبوي. هغه وایي، باچا خان ، بې نظیر بوټو او باراک اوباما یې د خوښې مشران دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG