د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړې کې د امن لښکر پینځه غړي وژل شوي


د پاکستان په قبایلي سیمې خیبر کې چارواکي وايي، په باړې کې د امن لښکر او وسله والو تر منځ نښته شوې ده.

په دې نښته کې د امن لښکر پینځه غړي وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، نښته د باړې په اکا خېلو کې شوې ده.

له اوږدې مودې راهیسې په باړې کې د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد عملیات روان دي.

په اکا خېلو کې د سیمې اوسېدونکو لښکر جوړ کړی دی او د لشکر اسلام پر ضد جنګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG