د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د ډرون حملو ضد وزیرستان ته لاریون کړی




د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د شنبې له ورځې د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان پر لوري دوه ورځنی لاریون پیل کړی دی.


د تحریک انصاف سیاسي لاریون د امریکايي بې پیلوټه الوتکو حملو پر ضد کېږي.

د جګړو ضد فعالینو یوه امریکايي ډله هم په دې دوه ورځني لاریون کې برخه اخلي.

د لاریون یوه ګډون واله امریکايۍ لېنډا وېنګ وايي:

((د بې پیلوټه الوتکو حملې [هم د هیواد او هم] د نړیوال قانون ضد دي. [له دې حملو سره] د پاکستان پر خپلواکۍ تېری کېږي او ګټه ور هم نه دي.))

هلته د پاکستانیو طالبانو یوه ویاند د جمعې پر ورځ د عمران خان لاریون غندلی دی او دی یې د لویدیځ ګوډاګی بللی دی.

د پاکستان طالبانو تحریک پنجاب څانګې په یوه خپور شوي بیان کې عمران خان د جنوبي وزیرستان د ((ساده ولس بې لارې کوونکی)) بللی دی.

عمران خان وايي، د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې ډېر بې ګناه کسان وژل کېږي.

امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان و پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې د سخت دریځو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو حملې اغېز ناکې دي.

د یادونې وړ ده چې بې پیلوټه الوتکو په خپلو حملو کې د طالبانو، حقاني وسله والې ډلې او القاعدې یو شمېر لوړ رتبه کسان په نښه کړي دي او وژلي یې دي.

هلته د افغانستان و پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګراسمین په واشنګټن کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر رحمان ملک سره د لیدو پر وخت د تحریک انصاف ګوند په لاریون کې د امریکايي وګړو پر ګډون د اندېښنې ښودنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG