د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهبي ګوند یو مشر د اسلام خلاف د فلم جوړونکې پر سر د انعام اعلان کړی


د پاکستان د مذهبي ګوند جمیعت علما اسلام (س) ډلې یو مرکزې مشر او د خیبر پښتونخوا د اسمبلی پخوانی مرستیال سپیکر اکرام الله شاهد د هغه فلم د جوړونکي پر سر د دوه لکه ډالرو انعام اعلان کړی دی چې د اسلام پېغمبر ته په کې سپکاوی شوی دی.

اکرام الله شاهد دا اعلان د دوشنبې په ورځ په پېښور کې په هغه غونډه کې کړی دی چې شاوخوا پنځلس زره کسان په کې راغونډ شوي وو.

دا غونډه د دفاع پاکستان کونسل په نامه د هغې ډلې له خوا رابلل شوې وه چې سخت دریځي اسلامي او اورپکي ډلې پکې شاملي دي.

د پاکستان د ریلوی د محکمې وزیر غلام احمد بلور تر دې وړاندې د یاد شوي فلم د جوړونکي پر سر د یو لک ډالرو اعلان کړی وو.

تر اوسه په پاکستان کې د دې فلم پر ضد په احتجاج کې لږترلږه درویشت تنه وژل شوي دي.

د دې فلم په جوړولو تورن کس نکولا بېسلې نکولا په امریکا کې په دې تور نیول شوی دی چې د انټرنیټ په استعمالولو یې له خپلې زباني وعدې سرغړونه کړېده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG