د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید یو عرب جګړه مار ووژلو




د دوشنبې سهار د پاکستان په لیرې پرته قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په برید کې د یوه بهرني وګړي په ګډون دوه تنه ووژل شول.

په سیمه کې د سرچینې د معلوماتو له مخې میرعلي بازار ته په شاوخوا څلور کیلومترۍ کې د حیدرخیلو کلي په سیمه کې یو بهرنی، چې ګومان کیږي عرب به وي پر موټر سایکل روان و، چې تر برید لاندې راغلی.

رارسېدلي معلومات وايي په سیمه کې اوازه خوره ده چې وژل شوی عرب د القاعده ډلې یو مهم غړی و خو په خبره یې په دې اړه لا کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.

پر شمالي وزیرستان دغه حمله په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر تیره اونۍ په واشنګټن کې له امريکايي چارواکو سره په خبرو کې یوارې بیا د ډرون بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.

پاکستان دا حملې پر خپله خاوره تیری ګڼي او ادعا کوي، چې په دې سره نه یواځې دا چې د سیمې خلک زیانمنیږي، بلکې دطالبانو او القاعده د ځپلو پرځای ددغو ډلو په ګټه تمامیږي.

لویدیځ هېوادونه او مطبوعات شمالي وزیرستان د القاعده او طالبانو د فعالیتونو یو مهم او ستر مرکز ګڼي او د استخباراتي راپورونو پربنسټ وايي، چې دغه ډلې په دې سیمه کې ګڼ شمير نظامي او نور روزنیز مرکزونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې پر کورنيو او بهرنیو ځواکونو حملې پلانوي.

راپور: مجیب الرحمن انګار، پیښور

XS
SM
MD
LG