د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نرښځیان هم مساوي حقوق لري"


د ټول پاکستان د نرښځیانو مشره الماس بوبي
د ټول پاکستان د نرښځیانو مشره الماس بوبي



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د پاکستان سپريم کورټ نر ښځیانو ته په جايداد کې د حق ورکولو حکم ورکړی دی. د نهې په ورځ د چيف جسټس افتخار محمد چوهدري په مشرې کې درې کسيزه جرګګۍ (بينچ) د کيس اورېدنه وکړه، د مقدمې د فيصلي پر مهال چيف جسټس وويل، چې نر ښځیان هم د نورو خلکو په شان برابر حقونه لري او دوی ته دې په جايداد کې برخه ورکړل شي.

چيف جسټس زياته کړه، چې د دوی تحفظ د رياست ذمه واري ده او دوی ته هر قسمه روزګار کولو اجازه ده نو وفاقي و صوبايي حکومتونه دې نر ښځو ته د روزګار موقعې ورکړي.

د سپريم کورټ د فيصلي په باب د ټول پاکستان د نرښځیو مشرې الماس بوبي مشال راډيو ته وويل چې د دې ورځې لپاره هغوی تقريبا لس کاله محنت او کوښښونه کړي دي او نن یې کاميابي تر لاسه کړه.

،،نن ډيره د خوشالۍ خبره ده ځکه، چيف جسټس وويل چې د عام ولس غوندې د نر ښځو هم حقونه دي. او له دوی سره به په تعليم، نوکريانو او هیڅ برخه کې امتياز نه کيږي. څنګه به چې موږ ته جايداد کې حصه نه ملاويده او له خپله کوره به یې بې برخې کولو، نو اوس به داسې نه کيږي. دا هم ښه خبره ده او ښه فيصلې دي،،

د نر ښځو يو ادارې د مورت فاونډېشن مشرې شازيه چوهدري وينا ده چې د نورو نر ښځو غوندې هغوی هم ډير خوشاله دي.

،،چيف جسټس زموږ د حقونو په اړه ښه فيصله وکړه او حکومت ته يي هم زموږ د کمک لپاره وويل،چې له دوی سره دې هم د کار روزګار او تعليم په برخه کې مدد وکړل شي،،

شازيه چوهدري زياته کړه چې اميد لري، چې په راتلونکې کې به هم داسې ښه فيصلې د نر ښځو په حق کې کيږي.

XS
SM
MD
LG