عوامي نیشنل ګوند، د غلام احمد بلور هغه بيان شخصي بللې چې پکې نوموړي د اسلام د سپکاوي فلم جوړونکي د وژلو پر سر د سل زره ډالرود جایزې اعلان کړی و .
مشال راډیو سره په خبرو کې د ياد ګوند مرکزي وياند سناتور زاهد خان وویل، د غلام احمد بلور دا بيان د دوی د ګوند بيان نه دی بلکې په شخصي توګه يې ورکړیدی.
پرون په پيښور کې له خبريالانو سره د خبرو پرمهال د پاکستان د اورګاډو وفاقي وزيرغلام احمد بلور ویلې وو چې هغه به د انعام دغه رقم له خپله جېبه ورکوي.
هغه طالبانو او القاعده ته هم بلنه ورکړې چې د هغه په وينا په دغه نیک کار کې برخه واخلي.
په شخصي توګه جوړ شوي د انوسنس آف مسلمز په نا مه دغه فلم په دی وروستیو کې په اسلامي هیوادونو کې د تشدد ډکې مظاهری راپورته کړي دي.
د بلور لخوا دغه څرګندونې يوه ورځ روسته ترهغې مخې ته راغلي دي چې په پاکستان کې د دې فلم پرضد راپورته شویو مظاهرو کې شل کسان وژل شوي.
د فلم اصلي جوړونکې مالوم نه دی خو د دی پروډيوسر( ناکوله بېسلې ) پټ شوی.