د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا استخباراتي ډله لیبیا ته پلټنو لپاره تللې


لیبیا: په طرابلس کې د امریکا سفیر کریس سټیونز چې پر سفارت په برید کې د بلوه ګرو لخوا ووژل شو.
لیبیا: په طرابلس کې د امریکا سفیر کریس سټیونز چې پر سفارت په برید کې د بلوه ګرو لخوا ووژل شو.




واشنګټن پوسټ د امريکا د خارجه وزيرې هېلري کلېنټن د نهې ورځې وينا راخيستې چې ويلي يې دي، د امريکا د استخباراتو فيډرالي ادارې يا ايف بي آی د مامورينو يوه ډله ليبيا ته رسېدلې چې په بن غازي ښار کې د امريکايي چارواکو د وژنو پلټنې وکړي.

مېرمن کلېنټن البته دا واضح نه کړه چې د دغه ايجنټانو شمېر څو دی او يا دا چې بن غازي ته رسېدلي او که څنګه. نوموړې زياته کړې، دوی به تر هغې چې د دغه حملې تنظيمونکي یې موندلي او په سزا نه وي رسولي، په ارام نه کښېني.

د ليبيا په بن غازي کې د امريکا سفير جی کرېسټوفر سټيون او درې تنه نور د بهرنيو چارو وزارت چارواکي تېره اونۍ هغه مهال ووژل شول کله چې پيغبر اسلام ته د سپکاوي په موضوع د جوړ شوي فلم په اعتراض کې مظاهره چيانو د امريکايي سفارت ودانۍ ته اور ورته کړ.

واشنګټن پوسټ د ليبيايي چارواکو وينا هم راخيستې چې ويلي يې دي، قريباًً له ۵۰ کسانو يې د دغې پېښې په تړاو پوښتنې ګروېږنې کړې دي. په دوئ کې زياتره هغه خلک دي چې د حملې پر مهال د امريکايي سفارت د ودانۍ د باندې موجود ول.

د امريکا خارجه وزيرې په خپلو پرونيو خبرو کې تر حملې مخکې د سفارت د امنييت له پلوه تسلي ښکاره کړه او و يې ويل چې دوئ ته په دغه اړه هيڅ رقم اطلاع يا خبرداری نه وو ورکړل شوی.

واشنګټن پوسټ کاږي چې په مصر کې هم د دغه هېواد لوی څارنوال د اسلام ستر پيغمبر ته د سپکاوي په موضوع د جوړ شوي فلم په تړاؤ د اوو تنو مصري عيسايانو او د امريکا په فلوريډا ايالت کې مېشت د يوه پادري د نيولو وارنټ جاري کړی دی.

ورځپاڼه زياتوي، دا يو سېمبولیک عمل دی، ځکه چې دغه اته واړه کسان په مصر کې نشته. په دې کسانو کې يوه هم د نيکولا بيسلي نيکولا په نوم يوه مصرۍ عيسايي ښځه ده، چې د دغه فلم تر شا يې لاس يادېږي، او دا مهال د امريکا په جنوبي کيليفورنيا کې ژوند کوي. دغه راز د امريکا د فلوريډا ايالت دغه پادري ويلي چې د فلم جوړونکي ورسره د فلم په ترويج کې د مرستو لپاره رابطه کړې وه.

ژباړه: هارون باچا مشال راډيو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG