د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې بيا د تيلو بيیې وختلې





حکومت د راتلونکې ٧ ورځو لپاره د پټرولو، خاورو تيلو او سي اين جي په نرخونو کې ٦ روپۍ او ٨٢ پيسو پوري د اضافې او د ډيزلو په نرخ کې یوه روپۍ او ٧٥ پيسو پوري د کمي نوټيفيکيشن جاري کړی دی.

د آیل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټې (اوګرا) لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن له مخې د پټرولو په نرخ کې د ليټر په سر ٦ روپۍ او ٨٢ پيسو اضافې ورستو نوې درخ ١٠٦ روپۍ او ٧٢ پيسو ته ورسيدو د خاورو تيلو په نرخ کې د ٦٢ پيسو د اضافې ورستو نوې نرخ ١٠٤ روپۍ او ٦٨ پيسو ته ورسيدو .

د خيبر پښتونخوا، بلوچستان او اسلام آباد پشمول د پو ټهوهار سیمې لپاره د يو کلو سي اين جې په نرخ کې ٦ روپۍ او ٢٦ پيسو اضافې ورستو نوی نرخ ٩٧ روپې او ٦٩ پيسو ته ورسيدو او پنجاب او سنده صوبو کې د يو کلو سي اين جي په نرخ کې ٥ روپۍ او ٧١ پيسو اضافې ورستو نوی نرخ ٨٩ روپۍ او ٢٥ پيسو ته ورسيدو.

د دې ترڅنګ حکومت د ډيزلو په نرخ کې ١ روپۍ او ٧٥ پيسو کمی هم کړی دی چې نوی نرخ يې ١١٣ روپۍ او ٧٧ پيسو ته راورسيدو.

د پټروليم وزارت د مطبوعاتو څانګې مشر عرفان اشرف قاضې مشال ريډيو ته وويل چې نړيوال مارکيټ کې د تيلو بيیې اوچتې شوي نو حکومت هم اړ دی چې په ملک کې د تيلو بيیې اوچتې کړي.

پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې په اضافې د اپوزيشن جماعتونو سره سره د حکومت اتحادي ګوندونو هم خپل غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان مسلم ليګ ن غړى امير مقام مشال ريډيو ته وويل چې حکومت سرا سر غريب ولس سره نا انصافې شروع کړيده او هره اونۍ د تيلو په بيیه کې اضافه کوي حکومت دي دا نا انصافې بنده کړي او په فوري توګه دي دا اضافه واپس واخلي.


د عوامې نېشنل ګوند سينئر نائب صدر سينټر حاجې عديل وايي، چې دوی په سينټ او قامي اسمبلۍ کې آواز پورته کړی دی چې هره اونۍ د تيلو بيیې ټاکل له ولس سره زياتی دی. او حکومت ته پکار ده چې په خپلې پاليسۍ بیا کتنه وکړي.

د جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې سينټر حاجې غلام علې د تيلو په بيیه کې د اضافې پحقله مشال ريډيو ته وويل چې دوی به په قامې اسمبلۍ او سينټ کې آواز اوچتوي او حکومت ته به وايي، چې کرپشن دې بند کړي او د تيلو بيیې دې راکمې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر معراج الحق وايي، چې په ملک کې د ګرانۍ شرح د مخکې نه ډيره زياته ده او پاتې کسر حکومت هره اونۍ د تيلو بيیې اوچتولو سره پورا کړی.

حکومت ته پکار ده چې څه مودې لپاره د تيلو بيیې په يو ځای وساتي چې ورسره په ملک کې د ګرانۍ شرح کې لږ کموالی راشي.

ياده دې وي چې حکومت د روانې مياشتې په لسمه نيټه د پټرولو او سې اين جې په نرخونو کې ٤ روپۍ او ٦٥ پيسو پورې کمۍ او د ډيزلو او خاورو تيلو په نرخونو کې ٣ روپۍ او ٣٩ پيسو پوري اضافه کړي وه.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG