افغان حکومت د بهرنیو ترهګرو ډلو په لسټ کې د حقاني شبکې د شاملولو په اړه د امریکا د پرېکړې کلک ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا به د ترهګرۍ د ځپلو په لړ کې یو مهم ګام وي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي چارواکي وايي، نن به د دې هیواد کانګریس ته د ترهګرو ډلو په لسټ کې د حقاني شبکې د شاملولو په اړه خپله پرېکړه وسپاري.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وايي، د بهرنیو ترهګرو ډلو په تور لسټ کې د حقاني شبکې شاملول به د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو د منځه وړلو لپاره یو مهم او لوی ګام وي.
صدیق صدیقي په دې اړه فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د حکومت دا پریکړه به حقاني شبکه په کلکه وځپي او د هغه په وینا دا ګام به په عین حال کې طالبانو ته هم یوه سخته ضربه وي.
افغان او امریکايي مقاماتو په وار وار له پاکستانه غوښتنه کړې، چې د حقاني شبکې له منځه وړلو له پاره جدي او ریښتنیي ګامونه واخلي.
ویل کېږي حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه لري.
بل خوا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا حکومت تیاری نیسي چې د بهرنیو ترهګرو ډلو په لسټ کې د حقاني شبکې د شاملولو په اړه نن کانګریس ته خپله پرېکړه وسپاري.