د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بهرنیو عسکرو ۲۵ ٪ بریدونه طالبانو سره تړاو لري




امريکايې قومندان وايې باوري کيږي، په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو د دې هيواد د امنيتي عسکرو لخوا په نږدې هر يوه څلورم بريد کې د طالبانو لاس وي.

د چارشنبې په ورځ ناوخته په خبري غونډه کې د نيټو په مشري د مشترکه قومندې مشر امريکايې ليفټننټ جنرل جيمز ټيري خبريالانو ته وويل، په پنځويشت ، شپږويشت فيصده بريدونه له ياغيانو سره تړاو لري.

د نوموړي په وينا لس فیصده بريدونه نيغ په نيغه له باغيانو سره او پنځلس فيصد بيا د باغيانو سره تړل شوو کسانو سره تعلق لري. تر دې وړاندي نيټو ویلې ول، ذهني فشار او د نيټو او افغان عسکر په مينځ کې کمزوری تعلق کیدلای شي د بريدونو لاملونه وي .

افغان عسکر سږ کال په خپلو نيټو ملګرو دیرش ځله ډزي کړې چې پکې پنځه څلويښت عسکر وژل شوي دي. په دې کې زياتره امريکايې عسکر دي.

XS
SM
MD
LG