د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايټلي يونيکرېډیټ بنک هم له ایران سره کاروبار کړی


د ايټلي يونيکرېډیټ بنک پخلی کړی چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو د ممکنه سرغړونې پر سر له امریکا سره په پلټنو کې همکاري کوي. د فنانشل ټایمز ورځپاني او رايتر خبري اژانس د راپورونو له مخې پر ايران د اقتصادي بنديزونو باوجود یوني کرېډیټ بينک ورسره لين دين کړی دی، خو خپله بينک لا د دغو راپورونو په باب څه نه دي ويلي.

د جرمني په هايپو ويرينس بنک او د بريتانيیا په دوو بنکونو هم دا ډول تورونه دي، چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG