د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې اووه طالبان وژل شوي


د افغانستان د هېلمند امنیتي چارواکي وایي، د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې ۷ تنه طالبان وژل شویدي.

په هېلمند کې د پولیسو یوه مسئول آزادي راډیو ته وویل، طالبانو تیره شپه په پولیسو حمله کړې وه چي په ځوابيه حملې کي یې په وژل شویو سربېره ، پنځه تنه وسله وال ټپیان کړې او دوه یی نیولي دي.

له بلې خوا، د هلمند د ملي امنیت ریاست وايي، د وسله والو طالبانو درې مهم قومندانان یې له وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

د دې ولایت د ملي امنیت رئیس جنرال نظر علي واحدي وايي، دا قومندانان ملا غفار، رحمت الله او عبدالباقي نومیږي.

د هېلمند د ملي امنیت رییس وايي، دوه پاکستاني اتباع چې د دولت پر ضد یې پاڼې خپرولې، هم په دې ولایت کې نیول شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG