د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نوښار کې د سیلاب زپلو سره مرستې روانې دي


د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د نوښار ضلعې سيلاب ځپلو خلکو ته يې بيړنۍ مرستې رسولي دي چې پکې دوايانې، خوراکونه او خيمې شاملي دي.

چارواکي وايي پرون راغليو سيلابونو د نوښار د ازاخيلو او پیر پايي کلو ته ډير زيان رسولی دې. دغلته لږ تر لږه دريو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځينې کورونو ته هم نقصانونه رسیدلي دي.

د مشال ريډيو د خبريال وایي د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسین دغلته د دورې پر مهال خلکو سره د لا نورو مرستو لپاره متعلقه چارواکو ته د خلکو د زيان د جاج اخیستلو هدایت کړې دې.

بلخوا د دموسمیاتو محکمې او ځايي حکومت د نوښار، مردان، چارسدې او پیښور ضلعې خلکو ته وېلي چې کوم خلک د سیندونو او خوړونو سره نږدي کورونه لري ، هغوي دي محفوظ ځایونو ته کډې وکړي. بلخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې پي ډي ايم اې د خپلو کارکونکو چټيانې ځنډولې دي.چارواکي وايي دا سيلابونه په کابل سين کې د باراني اوبو د زياتوالي له وجې راغلي.
تير کال هم سيلاونو په نوښار او د خیبر پښتونخوا په ځينو نورو سيمو کې پراخه زيان اړولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG