د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې دمذهب دسپکاوي خلاف قانون کې بدلون راولي


اېمنسټي انټرنېشنل په پاکستان زور راوړی دې، چې د مذهب د سپکاوی په قوانینو کې دې اصلاحات وکړي، او د هغه عیسوي ماشومې د حفاظت لپاره دې ګامونه پورته کړي چې ورباندې د قراني ایاتونو د لیکل شوو پاڼو د سوزولو تور لګیدلې دې.
رمشا نومې دغه ماشومه چې عمر یې د لسو او دیارلسو کلنو ترمنځه دې ، درپوټونو ترمخه نفسیاتي ناروغه ده.

نوموړې د زیارت په ورځ د اسلام آباد دیوې غریبې علاقې نه پولیس هغه مهال په خپل تحویل کې اخیستې چې قهریدلو مسلمانانو ورته دسزا ورکولو غوښتنه کوله.
د جنوبي ایشیاء لپاره د ایمنسټي انټرنېشنل مشر پولي ټریس کاټ وېلي دا کیس څرګندوي چې په پاکستان کې د قانون واکني څومره کمزورې ده، او هغه خطرونه څرګندوي، چې د مذهب د توهین په نامه ورسره خلک مخامخ کیږي.

پاکستان چې اکثریتي مسلمان هېواد دې، پکې د اسلام د توهین خلاف سخت قانون موجود دې یعنې که څوک د اسلام او یا د قران سپکاوی وکړي، نو ور ته د مرګ سزا هم کیدلی شي، او داسې ښکاري چې په دې هېواد کې تېر کال د یو لوی سیاسي مشر او دکابینې دیو اقلیتي وزیر دوژل کیدو نه وروستو په مذهبي عدم برداشت کې زیاتوالې راغلې دې.
دغې دواړو د مذهب د سپکاوي خلاف په قانون کې د بدلون په اړه خبرې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG