د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سرتېرو د څارنې لپاره جاسوسان ګمارل شوي





واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان چارواکو له خولې ليکلي چې په افغان پوليسو او ملی اردو کې دننه يې د اورپکو د مخنیوي لپاره چې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي، خپله استخباراتي ساحه پراخه کړي.

ورځپاڼه ليکي چې په تيرو دولسو ورځو کې افغان امنيتي ځواکونو نهه امريکايي عسکر وژلي دي. سږ کال په امنیتي ځواکونو کې دننه له بريدونو څلوېښت سوله ساتي عسکر وژل شوي.

ورځپاڼه ليکي د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ګل په ورځ په دغه بريدونو سخته اندښنه ښودلې. نوموړي هوډ ښودلی چې امريکايي ځواکونه به د افغان عسکرو او پولیسو له بريدونو د خوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کوي، او په دې موخه يې له خپل افغان سيال حامد کرزي او لوړ پوړو پوځي مشرانو سره خبرې کړيدي.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په مقاله کې د افغان چارواکو لخوا د دغه شان بريدونو د مخنيوي لپاره د ګامونو تفصيل ورکړی دی چې په امنيتي ځواکونو کې دننه یې پټ جاسوسان ګمارلي دي، هغوی به په ټول هيواد کې د افغان ځواکونو څار کوي، د دغوعسکرو له خپلو کورنیو سره د د ټيلي فوني خبرو د څارنې ترڅنګ به په نویو پوځيانو د ټيلي فون د استعمال بنديز وي.

ورځپاڼه ليکي چې د دې ګامونو مقصد د امريکا هغه نيوکو ته ځواب وويل دي چې د دوی په خبره افغان ځواکونه د اورپکو پرضد عمليات په سمه توګه نه شي ترسره کولای.

ورځپاڼه د افغان ملی پوځ د مشر جنرال شير محمد کريمي له خولې وايي، افغان عسکرو دا خبره محسوسه کړيده چې دوی له هر اړخه تر سختې څارنې لاندې دي. کريمي زياتوي چې په دې سره ښايي د عسکرو په مورال منفي اغيز ولوېږي خو د بريدونو مخنیوي لپاره دا ګام اخیستل پکار دی.

ورځپاڼه ليکې ناټو هم د افغان ځواکونو لخوا په بهرنیو ځواکونو د بريدونو مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي. د ناټو ځواکونو چارواکو د وينا له مخې بهرنیو ځواکونو ته ويل شوي چې هر وخت خپلې وسلې سنبال او په ماښه و ساتي.
ورځپاڼه د چارواکو په حواله وايي چې دغه ټول بريدونو د اورپکو لخوا نه بلکي زياتره پکې د شخصي جګړو له امله شوي دي. افغان پوځي چارواکو له امريکايي او ناټو ځواکونو غوښتي چې خپل عسکر په مقامي دودونو او کلتور خبر وساتي او په دې سره به په دغه شان نښتو کې کمی راشي.

د افغان پوليس روزنکې ادارې یو مشر فدا وکيل وايي که چري امريکايي عسکر د دوی کلتور پرضد خبره کوي نو له دې سره افغان عسکر خپه کيدای شي او بريد هم کولای شي.

ژباړه ګل آیاز

XS
SM
MD
LG