د نیوزیلېنډ چارواکو د یکشنبې په ورځ وويل، د درېو سرتېرو له وژل کېدو سره - سره به په افغانستان کې پاته شي.
د یوزیلینډ وزیراعظم جان کي د دې هیواد یوه ټیلیویژن ته وویل، دوی به له ټاکلي وخت مخکې له افغانستانه ونه وځي.
د تیر اتوار په ورځ د نیوزیلېنډ درې سرتیري په بامیان ولایت کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې ووژل شول .
تر دې دوه اونۍ مخکې په بامیانو کې د ولایتي بیارغونې د ډلې دوه نور نیوزیلېنډي سرتیري هم په یوه کمین کې په ډزو وژل شوي وو .