د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه، سمندرونه له ککړتیاوو ژغورل غواړي


دملیحه امیر زاده ژباړه:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


فرانس پریس خبري اژانس په یو رپورټ کې ليکي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د اتوار په ورځ د یو نوښت اعلان وکړ، چې مقصد یې سمندرونه د ماحولیاتي سخا والي نه بچ ساتل ، د حد نه زیات کب نیونې مخنیوی کول او د سمندري اوبو کچه دوچتیدلو مقابله کول دي، چې په نړۍ کې د ملیونونو خلکو ژوند د خطر سره مخامخوي.


بان کي مون وویل د اوشنر امپیکټ په نامه نوښت د ملګرو ملتونو لپاره د سټراټیيژیکي نظریې نظام ټاکي چې څرنګه په موثره ډول د نړۍ د سیندونو نا اعتباره حالت سره مقابله وکړل شي.

د ملګرو ملتونود دیرشمې کلیزې په موقع بان کې مون وویل: زموږ د سمندرونو حرارت په زیاتیدو دی او کچه یې په پراخیدو ده، او د کاربن د اخراج نه سمندري تیزابیت هم زیات شوی دی.

نوموړي د پایریسي یا د نقل او په غیر قانوني ډول د خلکو د هجرت په مخنیوي کولو هم غږ وکړ او هیله یی وښودله چې په دې لړ کې به په یو نوي قانوني نظام کې پرمختګ وشي.

بان کی مون وویل، د لوړې کچې مشاورتي ډله چې په قانون سازانو ، ساینس پوهانو او په متعلقه کارپوهانو به مشتمله وي، یوه کړنلاره به جوړوي. د هغه په خبره دغه نوښت به د سمندري چارو یو تړون یا لا آف د سي ټریټي ملاتړ کوي. چې په 1994 م کال کې مخې ته راغلې و.
په نورو هدفونو کې د یاد نوښت یو هدف داهم دی چې په سمندري سطح کې د بې ترتیبۍ او د قدرتي آفتونو لکه د سونامي نه څنګه خلک بچ و ساتل شي ؟ په دې نوښت کې په هاغه هیوادونو چې د سمندري اوبو اوچتیدونکی کچه یې د ګواښ سره مخامخوي ، غږ پرې شوی چې دغه خطر د مخنیوي په مقصد سم پلان جوړ کړي. او چې حساسې سیمې دې د سونامي د خبردارۍ نظام هم ځای پر ځای کړي.

خبري اژانس ليکي د 2025م کال پورې باید هیوادونه ځان له قامي هدفونه و ټاکي چې په اوبو کې د خیچن والي او د سخا اوبو د مخنیوي سره مقابله وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG