د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما،د حقاني ډلې د برخلیک په اړه قانون امضا کړ



د امريکا ولسمشر پر هغه قانون دستخط کړی چې له مخې به يې د بهرنيو چارو وزارت په يوه مياشت کې دننه د حقاني ډلې د ترهګره ګرځولو يا نه ګرځولو په اړه رپورټ ورکوي.

د امريکې کانګرس له دې وړاندې غوښتنه کړي وه چې د پاکستان او افغانستان پر پوله فعاله حقاني نيټورک دې ترهګره ډله اعلان شي.

امريکا له دې وړاندې د دې ډلې پر ځينو مهمو مشرانو پابنديانې لګولي. حقاني ډله افغانستان کې پر امريکايي پوځيانو د ګڼو بريدونو لپاره تورنه ده.

امریکا په وار وار له پاکستانه غوښتي چې، د حقانې ‌ډلې پرضد دې عملیات وکړي، خو پاکستان د حقاني ډلې پرضد تراوسه عملي ګامونه پورته کړي نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG