د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې درې بهرني سرتېري وژل شوي


په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه (ايساف) وايي، درې تنه سرتېري يې پرون د افغانستان په جنوب کې وژل شوي دي.

دغو ځواکونو تېره شپه ناوخته په يوه اعلاميه کې وويل، دغه سرتېري يې په يوه بريد کې وژل شوي.

د پېښې د دقيق ځاى او د سرتېرو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د هلمند چارواکو وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې درې تنه امريکايي سرتېري د پوليسو د يوه ځايي قوماندان له خوا وژل شوي دي.

ايساف ويلي وو چې د دې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارني په دې اړه پرون ناوخته څرګندونې وکړې:

((د دې خبرې یاودنه مهمه ده چې، درې لکه او دېرش زره افغان ځواکونه له امریکایي او آیساف ځواکونو سره هره ورځ ماموریت پر مخ وړي او د دې ځواکونو ستره برخه یعنې افغان ځواکونه له آیساف او امریکایي عسکرو سره په ډېر مسلکې ډول کار کوي.))

روان ميلادي کال په افغانستان کې تر ٢٨٠ زيات بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG