د لاسرسي ځای

تازه خبر

"لرې کړل شوي وزیران دې تر نویو هغو کار جاري ساتي"




افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې لخوا د هغه د کابینې پر دوو وزیرانو د باور نه کولو فیصله منلې خو وايي، تر هغو به دا وزیران خپل کار کوي چې پر ځای یې بل څوک وټاکل شي.

د افغانستان ولسي جرګې د خالي په ورځ د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي وربللي وو چې په کونړ او نورستان ولایتونو د دعوو له مخې د پاکستان لخوا د توپو د پرله پسې ګوله بارۍ په تړاو پوښتنو ته ځواب ووايي، چې ورته د نه قانع کوونکو ځوابونو پر سر له وزیرانو د اعتماد رایه بیرته واخیستل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG