د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
پاکستان
برتانیا:یو ښځه خاوند،دخپلې لور دوژلو په تور قیدشول
اګست ۰۴, ۲۰۱۲
برتانیا:یو ښځه خاوند،دخپلې لور دوژلو په تور قیدشول
شریک کړئ
شریک کړئ
چاپ کړئ
ګل اياز، مشال راډيو
د جرمنی خبري اژانس ډي پي ای په یو رپورټ کې لیکي، دوه تنه پاکستاني نژاده برتانویان چې ښځه او خاوند دي، په دې تور چې خپله لور یې د غیرت په نامه وژلې، تورن پیژندل شوي دي.
عدالت دوی ته د عمر قيد سزا اورلې ده. د برتانوي چيسټر کراون عدالت دوه پنځوس کلن افتخار احمد او نهه څلوېښت کلنه فرزانې ته، د خپلې ۱۷ کلنې لور شفيله په وژني سزا واورله ، چې لږ تر لږه به پنځه ویشت کاله وي.
د خبري اژانس په وينا، د برتانيه شمال مغربي سيمي وارنينګټن اوسيدونکي شفيله په ۲۰۰۳ کال کې په سپټمبر مياشت کې بی درکه شوې وه، چې شپږ مياشتي وروسته يې مړی د سيند غاړی نه وموندل شو.
عدالت ته ويلي شوي وو، چې شفيله سا خپه کړی شوې وه او په دې توګه یې سا ورکړې وه. عدالت ته دا هم ويلي شوي چې شفيله يې د غيرت په نامه وژلې ځکه چې هغوی کور ته شرم راوړی او مغربي خيالات او کالي يې اچول.
د عدالت جج روډيرک ايونز د سزا اورولو پر مهال د شفيله مور پلار ته وويل چې تاسې ته د شفيله مينه مهمه نه وه، بلکي دا خبره مهمه وه چې هغې ټولني ته شرم راوړی.
جج دوی ته دا هم وويل چې تاسې په انګلستان کې اوسيږئ، خو لا تراوسه پورې د پاکستان د کليوالو سيمو رواجونه مو خپل کړي دي. جج زياته کړه چې شفيله د دوو کلتورنو په منځ کې ولاړه وه، او يو به يې خپلولو، خو تاسی خپله خوښه پر هغې تپله.
د مقدمې پر مهال د شفيله مور پلار، دا ټول تورنه رد کړل او ویې ويل چې شفيله له کور څخه تښتېدلي وه. د شفيله مور لومړی دا تورنه رد کړل، خو بيا يې وروسته دا ومنل چې د شفيله وژنه يې په سترګو کتلې وه.
خبري اژانس لیکي، چې په دې مقدمې کې پرمختګ په ۲۰۱۰ کال کې هغه وخت وشو، کله چې د شفيله کشره خور د غلا په تور ونيول شوه ، هغې پوليسو ته ويلي وو چې د هغوی موراو پلار شفيله د نورو ماشومانو مخکې وژلې ده.
مرکې، شننې
د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ اصلي ستونزه څه ده؟
پر ارمي پبلک سکول د برید ۱۱ کاله پوره شول، خلک څه وايي؟ حکومت څه کوي؟
تفصیل...
اوونیزې خپرونې
اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
تفصیل...
د افغانستان اړوند
ایمنسټي انټرنیشنل وايي پاکستان او نور هېوادونه دې افغانان په زور نه باسي
په پاکستان کې جرمني ته د تلو په انتظار ناست افغانان وايي د ويزو د ردولو ځواب ورکړل شوی
په خوست کې د پولیو وایرس د مخنيوي واکسیني کيمپېن پرانیسته شوې
افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کالو کم عمرو اسیا کپ کې لومړۍ لوبه وبایلله
د دیني عالمانو پرېکړه لیک: "هېڅ افغان" له هېواده بهر د "نظامي فعالیت" اجازه نه لري
نور ولولئ
سپارښتنه
اروپايي ټولنه وايي اوکراین ته "بې له سوده ۱۰۶ اربه ډالره پور" ورکوي
XS
SM
MD
LG