د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار جومات چاودنه ګڼ افغانان ژوبل شول


د ننګرهار امنیتې چارواکې وایي، د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کي نن له غرمې وروسته په یوه جومات کې چاودنه شوې او یو زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ سر چینې وایي، چې پدې پیښه کې د جومات د ملا امام په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

خو عامې روغتیا ریاست ریس باز محمد شیرزاد بیا مشال راډیو ته وویل چې دوی ته له پیښې څخه ۲۱ تنه ټپیان راوړل شوي.

بلخوا دسيمي څخه يو شمير عيني شاهدانو وويل چې په جومات کې دشوې چاودنې تلفات له دې ډیر دي.د دي چاودنې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG