د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې حکومتي ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي




د شام حکومتي ځواکونو په داسې حال کې په دمشق کې د مخالفینو پر مرکزونو پراخ عملیات پیل کړي دي چې ملګرو ملتونو په دې هیواد کې د خپلو څارونکو د ماموریت موده ۳۰ ورځې نوره وغزوله.

په عین حال کې په زرګونه ولسي وګړي له تشدده د ځان ژغورلو په خاطر لبنان او عراق ته تښتېدلي دي.

په تېرو دوو ورځو کې د وژل شوو شمېر تر ۴۷۰ زیات دی چې د پاڅون په ترځ کې یو له تر ټولو خونړی بلل کیږي.

بل پلو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رایه اچونې سره په یوه خوله په شام کې د خپلو څارونکو د ماموریت په موده کې د دېرش ورځو د زیاتوالي منظوري ورکړېده.

د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د امنیت مشر هشام اختیار هم د جمعې په ورځ مړ شو. نوموړی هم د تېرې چارشنبې په ورځ په هغه بمې برید کې ټپي شوی وو چې د رژیم نور مهم چارواکي په کې وژل شوي وو. دا لا نه ده څرګنده چې ولسمشر بشارالاسد چېرې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG