د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په باب ډپلوماټيکي هڅې ګړندۍ شوې






ډپلومیټکي هڅې زیاتې شوې چې د شام د ولسمشر بشر ال اسد لخوا په خپل هیواد کې د وژنو خلاف د سخت ګام اخستلو لپاره د روس او چین مرسته تر لاسه کړي. په راروانو دوو ورځو کې نړیوال استازی کوفي عنان په ماسکو کې د روس له ولسمشر ولادمیر پوټین او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف سره هم وویني. او نن به د ملګروملتونو جنرل سیکرټري بان کي مون په بیجنګ کې د چین د ولسمشر هو جین تاو او نورو اعلا چارواکو سره لیده کاته کوي.

دغه ډپلومیټیکي هڅې په داسې وخت مخې ته راغلي دي، چې د ملګرو ملتونو سیکیورټي کونسل په شام کې د دوی د مشن نوي کولو لپاره د راروانې جمعې نیټه ټاکلې.

بشر ال اسد د شام په ترمصیح کلي کې د فعالینو د وژنې وروستو چې د دوی په قول قتل عام بلل شوی ، له تازه تنقید سره مخامخ شوی دی. شام د تیر اتوار په ورځ د عنان لخوا د هغه تورونو تردید کړی، چې ګنې ځواکونو یي په دغه کلي کې د درنې وسلې او هیلي کاپټرو استعمال کړی دی. په عین حال کې جګړه د دمشق دویمې ضلعې ته رسیدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG