د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني رژیم کروبي د خور جنازې ته نه دی پريښی



د ایران د رژیم مخالفان وایي، مخالف مشر مهدي کروبې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ، د خپلې خور په جنازه کې ګډون وکړي.

مهدي کروبي په ایران کې د رژیم د مخالفینو یو مهم مشر دی او په خپل کور کې نظر بند دی. د نوموړي خور، زینب کروبې د پنجشنبې په ورځ مړه شوه.

د ایران بدلون غوښتونکي مخالف مشران ، مهدي کروبي ، میر حسین موسوي او د هغه میرمن زهرا رهنورد د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ په میاشت کې له هغه وروسته په کور کې نظر بند شول چي د مصر او تیونس له پاڅون سره د یووالي په مقصد یي د لاریون ږغ وکړ.

ویل کېږي چی دې نظر بندو مشرانو ته یوازې د خپلو کورنیو له نژدې کسانو سره د کتنې اجازه ورکړل شوېده.

ایراني چارواکو د کروبي د بندیز په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG