د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سمنګان کې حمله، ۲۲ وژل شوي


د افغانستان له سمنګانه راپورنه وايي، چې په دې ولایت کې نن سهار په یوه ځان وژونکي حمله کې د ملي شورا دوه غړي او شا او خوا ۲۲ تنه نور وژل شوي دي.

په شمال کې د 303 زون د پولیسو د قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي مشال راډیو ته وویل، چې دغه حمله نن سهار د سمنګان ولایت په مرکز اېبک کې، د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې وشوه، چې په کې پخپله احمد خان ووژل شو.

د مشال راډیو خبریال وایي، چې د مشرانو جرګې غړی محمد اصف هم په دې حمله کې وژل شوی دی.


چارواکي تر اوسه په دې پېښه کې د ۴۰ کسانو د ژوبلېدو خبر تاییدوي.


د دې حملې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG