د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان له خوا د بریدونو ځواب په برید نه ورکوو"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې خبري غونډه کوي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې خبري غونډه کوي






د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ويلي د ډيورنډ کرښي پورې غاړه د پاکستان په پښتون ميښتو سيمو کې به بريد و نه کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې تایید کړه؛ چې د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو بریدونه کیږي. او زیاته یې کړه په کونړ ولايت کې د کيدونکو راکټي بريدونو مسئله به په خبرو هواره وي.

پر افغان ولسمشر حامد کرزي په هيواد دننه فشار دی چې پر کونړ د راکټي بريدونو ځواب په راکټي بريدونو ورکړي.


خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ولسمشرکرزي وویل، افغان دولت هڅه کوي، چې په ختیځ کې پر افغان سرحدي سیمو د راکټي حملو په اړه حقایق پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه ، تراوسه څرګنده نه ده، چې ایا له پولې آخوا دا حملې د پاکستان د دولت، پوځ او یا هم هلته د روزل شویو ډلو له خوا کیږي.

خو هغه وویل، چې افغان دولت دغه مساله له پاکستان سره د خبرو له لارې حل کول غواړي:

″ د پاکستان حکومت له موږ سره دوستي کړې ده او د ډیورنډ اخوا خلکو کور راکړی، ژوند یې راکړی، زموږ ولسونه دي. نو ځکه موږ هیڅکله داسې نه کوو، چې له اخوا برید راباندې وشي او موږ یې ځواب ورکړو او بیرته خلک مړه کړو او بیرته خلک شهیدان شي او کورنۍ خرابې شي. موږ به د پاکستان له حکومت سره په خبرو دا مساله هواره وو، نه په برید او جنګ او هغه د دې لپاره چې پورې غاړې ته اوسېدونکي خلک صدمه ونه ویني او خوږ نه شي.″



د راپورونو له مخې د تیرو څو میاشتو راهیسې د ډیورڼد له کرښې آخوا د افغانستان د کونړ ولایت په سرحدي سیمو باندې راکټي حملې کیږي، چې د سیمې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د دغو حملو له امله د سیمې یو شمېر خلک بې ځایه شوي هم دي.

تر دې مخکې یو شمېر کتونکو او عام افغانانو له حکومت نه غوښتي وو؛ چې د پاکستان د راکتي حملو پر وړاندې ورته عمل ترسره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي، چې که افغانستان پاکستان ته غاښ ماتوونکي ځواب ورنه کړي؛ نو دا به د هېواد له ملي حاکمیت سره لوی خیانت وي.

″ زه په دې باور یم ولسمشر تیر کال هم همدا ډول غبرګون ښودلی وو او سږکال هم دغسې غبرګون ښيي او دا نور هم د افغانستان ګاونډیانو ته، د افغانستان مخالفینو ته او په خاصه توګه په پاکستان کې استخباراتي کړیو ته جرات ورکوي؛ چې په ډیرې بې شرمۍ سره خپلو مداخلو ته دوام ورکړي.

که دا خبرې د ولسمشر څرګندونې وي، نو دا به د افغانستان ملي حاکمیت ته تاوان ورسوي او دا د نه زغملو عمل دی.″

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو دا ډول راکټي حملې کوي، بلکې مخکې تر دې یې هم څو څو ځله د افغانستان په یو شمېر سرحدي سیمو راکټي حملې کړي.

له دغو پرله پسې حملې سره سره تراوسه افغان دولت نه دی توانیدلی؛ چې د پاکستان حکومت د دغو حملو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

دا چې د دې حملو د بندولو په هکله به دا ځل له پاکستاني چارواکو سره د افغان ولسمشر خبرې څومره اغیز وکړي؛ دا به راتلونکې کې څرګنده شي.


افغان ولسمشر خبري کنفرانس ته وویل په ټوکيو کانفرنس کې د نړيوالو مالي مرستې اتلس بیليونه ډالره ته رسيدلای شي. او سرکا به یې هڅه کوي چې په هېواد دننه د درغلیو پر ضد جدي ګامونه اخلي.

راپور: جمیله ظریف

XS
SM
MD
LG