د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کندهار امنییه کمندانۍ ډله ییز برید روان دی



د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په امنیې قومندانۍ برید کړی؛ چې لا هم دوام لري.


د دغه ولایت د والي ویاند جاوید فیصل مشال راډيو ته وویل؛ چې وسله وال طالبان د یوه ښونځي بام ته ختلي او له هغه ځایه په امنیې قومندانۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

فیصل زیاته کړه، چې د حمله کوونکو کره شمیر نه دی معلوم او د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نه لري.

بل لورته نن ماسپښین مهال د دغه ولایت په څلورمه امنیتي حوزه کې یوه ځان وژونکې حمله وشوه؛ چې درې ځان وژونکي او دوه ماشومان یې ووژل او شپږ ملکیان یې ټپيان کړل.
XS
SM
MD
LG