د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا، افغانستان خپل مهم ملګری ونوماوه


د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوې ګډې خبري غونډه کې افغانستان ((له ناټو بهر د امریکا یوه مهم ملګري)) اعلان کړ.

نوموړې وویل: ((زه نن په خوشالۍ دا اعلانوم، چې ولسمشر باراک اوباما په رسمي ډول افغانستان له ناټو د باندې د امریکا مهم یا لوی ملګری نومولی دی. موږ دې اعلان ته د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکا د ژمنتیا د یوې مهمې بېلګې په توګه ګورو.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره نن سهار په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راورسېده او له افغان ولسمشر سره یې ولیدل.

دا سفر د ټوکیو له کنفرانسه، چې په کې له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې په مرستو خبرې کېږي، یوه ورځ مخکې شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG