په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي، ددغه هیواد په جنوب کې یو تن افغان د پوليس په جامو کې درې بهرني سرتيري په ډزو وژلي دي.
د ايساف ځواکونو په دي اړه نور تفصیل نه دی ورکړی او نه يې د وژل شوو سرتيرو پیژندګلو کړېده.
د ناټو وياند وايي، بريدګر یې په ټپي حالت کی نيولی دی.
ايساف وايي چی دوی پلټنې کوي چي ايا دغه کس په ریښتيا د افغان پولیس سره کار کولو که نه.