د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان د امن لپاره د نړۍ او سیمې همکاري غواړي"


د افغانستان ولسمشرحامد کرزی
د افغانستان ولسمشرحامد کرزی



د افغانستان ولسمشرحامد کرزي په کابل کې د “د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس” کې د سیمه ییزو هېوادونو پرهمکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې په سیمه کې د ثبات او ټیکاو لپاره سنجولیو هڅو ته اړتیا ده.

ولسمشر کرزي څرګنده کړه، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پیاوړي اړیکې ټینګې کړي او د سیمې ټول هېوادونه باید د ښو اړیکو له لارې په خپل مینځ کې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزه همکاري زیاته کړي چې په سیمه کې لا پرمختګ وده ومومي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د امنیتي مسوولیتونو د لېږد(انتقال) دریم پړاو پیل کړی او له بشپړیدو سره به یې د دې هېواد ۷۵ فیصده خلک د افغان ځواکونو تر امنیتي پوښښ لاندې راشي.

هغه وویل، چې افغانستان به د سولې پیل شوې بهیر ته په ټول توان سره دوام ورکړي او د همدې موخې لپاره به په نږدې راتلونکې کې د سولې عالي شورا رییس صلاح الدین رباني لومړی سعودي عربستان او بیا پاکستان ته سفرونه وکړي.

په عین حال کې په دې کنفرانس کې چې د څوارلسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د یو شمېر نورو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي مون ویډیويي وینا هم واورول شوه.

بانکي مون په خپله وینا کې پر سیمه ایز همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په سیمه کې د تروریزم او نشه یې توکیو پر ضد د مبارزې او لازم ثبات لپاره باید په سیمه ایزه کچه همغږي (همآهنګي) او باور رامنځ ته او په افغانستان کې د ښځو حقوقو او د نجونو د زده کړې لپاره ډیرې هڅې وشي.

د ترکییې د بهرنیو چارو وزیراحمد داود اوغلو هم په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې په کابل کې د اسیا زړه د سیمه ییزو هېوادونو کنفرانس د استانبول د کنفران دوام دی او هیله ده چې دا کنفرانس په سیمه کې د رښتیني ثبات لامل وګرځي.

داوود اوغلو زیاته کړه، که چیرې په افغانستان کې سوله او امنیت نه وي په سیمه کې هم امنیت او ثبات نه شي راتلی او د موجوده ستونزو د حل لپاره باید ټول سره لاسونه ورکړي او د تروریزم او مخدرو موادو پرضد مبارزه پیاوړې شي.

په کابل کې “د اسیا زړه هېوادونو یو ورځنی کنفرانس” نن د پنجشنبې ورځې تر ما ځیګره پورې دوام کوي او بیا به د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیږي.

ټاکل شوې ده، چې د دې کنفرانس ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم له ولسمشر کرزی او نورو افغان چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرو وکړي.
XS
SM
MD
LG