د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق بمونو لړزولی ۵۰ تنه یې وژلي




رپورټونه وايي د عراق د پلازمينی بغداد په حيله او نورو برخو کې پر له پسي بمي چاودونو او ډزو کې چې ښکاري شییعه زايرين په نښه شوي، له ۵۰ زيات کسان وژل شوي دي.

په بغداد کې د چارشنبي په سهار څلور بمي چاودنۍ شوي چې کله شعيه ګان د يو امام په مزار کې غونډ شوي وو.

په حيله ښار کې د دوه بمي چاودنو رپورټونه دي ویل کېږي هلته شعيه زايرين د امام موسی ال خادم د تلين لپاره راغونډ شوي وو.

د بغداد شمالی ښار بلاد کې د دوه چاودونو رپورټونه دي

ددغه ډول مخکینو بریدونو پړه القاعده اورپکې ډلې پر غاړه اخیستي چې اکثريتي شعيه ګان پکې په نښه شوي، دا مهال د عراق واکمني هم له دوی سره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG