د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په برمل کې پر ځانمرګو خپل واسکوټونه الوتي


د افغانستان د پکتيکا ولايت د والي وياند مخلص افغان وايي، چې تیره شپه ناوخته د دې ولايت په اورګون ولسوالۍ کې سيمه ايزو پولیسو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د دولت څلور وسلوال مخالفین وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړيدي، او له دوی څخه يو شمیر سپکې او درنې وسلې هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

مخلص افغان زياتوي، چې نن سهار نهه بجې په يوه بله پيښه کې دوه تنه چې د چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه يې په تن وو او غوښتل یې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ بازار ته ننوځي د لارې په اوږدو کې پرې خپل واسکټونه وچاودېدل او دواړه ووژل شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه ندي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG