د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار او پکتیکا کې لس ماین ښخونکي وژل شوي


د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي چې بټي کوټ ولسوالۍ کې د اتوار په شپه افغان او ايتلافي ګډو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې٦ تنه ماين ښخوونکي وژلي دي.


بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د تيرې شپې په عملياتو کې څلور تنه د دوى له ډلې څخه وژل شوي. خو افغان چارواکي وايي چې شبږ واړه د دولت مخالف وسله وال يې وژلي دي.

هلته د افغانستان د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې تيره شپه د دې ولايت د جانې خيلو په ولسوالۍ کې څلورو بم ښخوونکو ته خپل بم ور چاودلې، چې واړه يې ځاى پرځاې وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال دولت خان د پيښې تاييد کوي او زياتوي، چې په وژل شويو کې درې پنجابيان او يو د سيمې اوسيدونکى دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه ندي ويلي.
XS
SM
MD
LG