د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکوټې په سرکي سرک ډزې، ۵ مړه ، یو ژوبل



نن غرمه د بلوچستان په کوټه ښار کي د پولیسو په وېنا،د ډزو په یوه پېښه کي تر دې دمه د یو پولیس سرتیرې په ګډون، ۵ کسان وژل شوي او یو پولیس سرتیری پکې ټپي دی.


پولیس زیاتوي،پېښه هغه وخت رامنځته شوه،کله چي پر سرکي سړک، موټر سایکل سپرو نا څرګنده کسانو د پولیسو یوه ګزمه ګاډۍ په نښه کړه.

دپولیسو د معلوماتو له مخې ،مردکۍ د یوه وېلډنګ پر دوکان هم لګیدلي،چي پکي ناست او پر لاره تیریدونکي کسان د برید ښکار شویدي.

پولیس وایي،دوي دا وخت په پلټنو بوخت دي او نور جزیات به وروسته ور کوي، تر دې دمه لا هم نه د معلومه شوې،چي د برید تر شا به څه مقاصد وي ؟ اونه بیا تر اوسه د پېښې پړه چا قبوله کړې،خو په بلوچستان کي اکثره پر امنیتي ځواکونو د بریدونو پړه بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې او یا بیا مذهبي فرقه ایزه ډله ٫٫لشکر جنګوي٬٬ په غاړه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG