د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني عدالت دټایم سکوایرپېښې ښکیل کسان خوشې کړل


د پاکستان یو عدالت هغه څلور کسان خوشې کړي چی ورباندې په کال ۲۰۱۰م کې په نیویارک کی د یو ناکامه برید کولو تور وو.


د خوشی کړی شووکسانو نومونه حمبل اختر ،شعیب مغل ،شاهد حسین او فیصل عباسي دی .

پردوی د دوه زره لسم کال د مئي په میاشت کی د امریکا په ټایم څلور لاره کې د موټر بم برید کولو لپاره د فیصل شهزاد سره د مرستې په تور، ورسته مقدمه پیل شوې وه.

ددغو کسانو وکیل ملک عمران صفدر اوویل ،څارنوال د دوی پر ضد د کوټلو ثبوتونو په راوړولو کې پاتې راغلی .

فیصل شهزاد ته د امریکا یو عدالت ټول د ټول عمري بند سزا اورولې ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG