د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې بهرنۍ پوځي لاسوهنه نه منو. روس


د روس د بهرنو چارو مرستيال وزير وايي، مسکو اوس هم د شام په شخړه کې په بشپړه توګه د بهرنۍ پوځي لاسوهنې مخالف دی.

ګنادي ګتیلو د چارشنبي په ورځ دا هم وویل چې روس د شام پخوانی ملګری دی او دوی باور لري چې دا به د اوخت نه مخکي خبره وي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د دغه هيواد په اړه په د حوله د پيښي وروسته په نويو ګامونو غور وکړي. په حوله ښار کې د مې په ۲۵ نيټه ۱۰۸ ولسي وګړي وژل شوي دي چې ډېری ماشومان اوږ ښځې دي.

بلخوا د چين د بهرنو چارو وزير ليو وينمين په بيجېنګ کې د خبري غونډي پر مهال د شام په اړه وويل، چين په شام کې د د قوت په زور رژيم د بدلولو لپاره د پوځي لاس وهني ملاټر نه کوي.
د شام د شخړي بنيادي حل لاره له تولو خواو نه د عنان د جوړ جاړي هڅي ملاټر کول دي او په شام کې په ټولو ښيکېلو غاړو زور راوړل دي چې د سياسي خبرو اترو لاره خپله کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG